IQNA

د فتح سورې د «محمد رسول‌الله (ص)» ډلې په غږ  ډله‌ییزه تلاوت خپور (آډیو)

11:00 - May 03, 2026
د خبر لمبر: 3492718
ایکنا- د فتح سورې  ډله‌ییزه تلاوت د «محمد رسول‌الله (ص)» د همغږۍ اومداحئ ډلې په اجرا سره، د یوه قرآني، حماسي او هیله‌بخښونکي اثر په توګه د قرآن په فرهنګسرای کې تولید او خپور شو.

د ایکنا د راپور له مخې، دغې ډلې خپل نوی قرآني اثر چې د   فتح سورې ډله‌ییزه تلاوت دی، وړاندې کړی دی.

دا اثر یا البم  چې د یوه ګډ، تلپاتې او روح‌ بخښونکي  تلاوت په توګه یاد شوی، په یوه معنوي او هنري فضا کې تولید شوی او هڅه کوي د سوره فتح د آیتونو له لارې د هیلو، الهي مرستې او بریا مفاهیم مخاطبینو ته ورسوي.

د دې اثر جوړونکي باور لري چې د  فتح سورې  د آیتونو تلاوت او زمزمه کولای شي د الهي ځېري، قلبي آرامښت او د بریا هیله د اورېدونکو او قاریانو په زړونو کې ژوندۍ کړي او د قرآن له مفاهیمو سره د خلکو اړیکه پیاوړې کړي.

 فتح سوره له هغو سور و څخه ده چې د الهي نصرت، د مؤمنانو د آرامښت، د الهي وعدو د پوره کېدو او د بریا او پراختیا پیغامونو باندې  پکې ډېر ټینګار شوي دي.

 

https://iqna.ir/fa/news/4349652

captcha